خوست (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د پکتیا د ټولګټو ریاست وايي چې د دغه ولایت له مرکز ګردېز څخه خوست ته د غځېدلې لویې لارې د ۱۷ کیلومتره برخې د بیارغونې چارې پیل شوې. د پکتیا د ټولګټو رییس قاري حسنجان جهاد وايي چې یاد سړک په ګردېز ښار کې د خوست له اډې تر غلګۍ سیمې پورې د ۱۲۲ میلیونه، ۳۹۸ زره او ۸۱۱ افغانیو په لګښت بیارغول کېږي. هغه زیاته کړې چې د ګردېز او خوست ترمنځ د عمومي سړک ځینې برخې ډېرې تخریب شوې چې له امله یې واړه او غټ موټر په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ وي. هغه زیاتوي، په دې پروژه کې د ۱۷ کیلومتره سړک بیارغونه، د ۷.۲۰ مترو په سور د سړک پراخلو، د ۲۵ مترو په اوږدوالي د استنادي دېوال جوړول او د یوه پل رغول شامل دي. د ټولګټو ریاست د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د دې پروژې چارې په راتلونکو شپږو میاشتو کې بشپړې شي. د پکتیا مرستیال والي مولوي محمدانور دینپرور د پروژې د چارو د پیل پر مهال ویلي، د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره د بېلابېلو بنسټیزو پروژو پلې کولو ته پاملرنه شوې او د دغه سړک بیارغونه به د سیمې د خلکو د تګ راتګ ستونزې تر ډېره هوارې کړي. بلخوا، د پکتیا د ټولګټو ریاست وايي، د…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
د خوست – ګردېز سړک د ۱۷ کیلومتره برخې د بیارغونې چارې پیل شوې
Sources
Afghan sources
د خوست – ګردېز سړک د ۱۷ کیلومتره برخې د بیارغونې چارې پیل شوې