طالبان وايي، دوه ماشومان، یوه ښځه او یو نارینه چې د هلمند د دیشو او ګرمسېر ولسوالیو ترمنځ په ریګي دښتو کې یې لار ورکه کړې وه، ژغورل شوي دي. د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، له دغې کورنۍ سره د مل موټر چلوونکی لا هم لادرکه دی او د هغه د موندلو هڅې روانې دي. دا پېښه داسې مهال ده چې څه موده مخکې د نیمروز په دښتو کې د ناقانونه کډوالۍ پر مهال د ۱۴ افغانانو د مړینې او د پنځو نورو د لادرکۍ راپورونه هم ورکړل شوي وو.
اطلاعات کوتاه
مکاننیمروز
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-08-24 08:26:05
خط زمانی
-
Parstoday
هلمند کې څلور کسان له ریګي دښتو ژغورل شوي