Summary: په هرات کې د اسلام کلا بندر د نباتي قرنطین مسوولین وایي، له پاکستانه وارد شوي ۲۷ ټنه کچالو له کتنې او معاینې وروسته له منځه یووړل شول. د هرات د کرنې ریاست د اسلام کلا بندر د حفظ الصحې او قرنطین عمومي مدیر روئین الدین کاکړ باختر اژانس ته ویلي، چې دغه محموله بندر ته له رارسېدو وروسته د نباتي روغتیا او قرنطین د مدیریت د کارکوونکو له لوري وکتل شوه.د نوموړي په وینا، د معاینې پر مهال څرګنده شوه چې کچالو خوسا شوي او د انسانانو د مصرف وړ نه دي؛ له همدې امله، ټول ۲۷ ټنه کچالو له منځه یووړل شول.نوموړي زیاته کړې، چې دغه اقدام د فاسدو کرنیزو محصولاتو بازار ته د ننوتلو د مخنیوي، د خوراکي توکو د خوندیتوب او د نباتي افتونو او ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي په موخه ترسره شوی دی.د اسلام کلا بندر د قرنطین مسوولین ټینګار کوي، چې وارداتي کرنیز محصولات د نباتي قرنطین له مقرراتو سره سم معاینه کېږي او که فاسد یا ککړ محصولات تشخیص شي، بازار ته یې د داخلېدو مخه نیول کېږي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
هرات؛ له پاکستان څخه وارد شوي ۲۷ ټنه بې کیفیته کچالو له منځه یوړل شول
Sources
Afghan sources
هرات؛ له پاکستان څخه وارد شوي ۲۷ ټنه بې کیفیته کچالو له منځه یوړل شول