وروسته له هغې چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي، د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د افغانستان او ايران پر ګډو هڅو ټینګار وکړ، د افغانستان د اقتصاد وزارت مرستيال، عبداللطیف نظري، وايي چې د افغانستان او ایران ترمنځ اقتصادي اړیکې د پراختیا او ودې په حال کې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د خپلې وروستۍ خبري ناستې پر مهال ويلي، ، د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره باید دواړه لوري د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا هڅې وکړي. له دغو څرګندونو وروسته د اقتصاد وزارت مرستيال، عبداللطیف نظري له تهران راډیو سره په خبرو کې وويل، د افغانستان اسلامي امارت له ایران سره د اقتصادي اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو په ګټه بولي او غواړي چې ایران په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې خپلې پانګونې زیاتې کړي. د نوموړي په وینا، کرنه، ترانسپورټ او انرژي هغه مهم سکتورونه دي چې ایران کولی شي په افغانستان کې په کې پانګونه وکړي. هغه همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی. په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوه قطب الدين يعقوبي وايي، د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د دواړو هېوادونو د چارواکو وروستۍ هڅې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی. دا په…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
عبدالطيف نظري: افغانستان غواړي په بېلابېلو برخو کې د ایران پانګونه زیاته شي
سرچینې
External sources
عبدالطيف نظري: افغانستان غواړي په بېلابېلو برخو کې د ایران پانګونه زیاته شي