EnglishKabulPoliticsافغانستان

جرمني شاوخوا ۳۰ افغانان بېرته افغانستان ته راولېږل — Pajhwok

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-25 10:07:17🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۵): د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد شاوخوا ۳۰ افغان وګړي په یوه چارټر الوتنه کې افغانستان ته لېږلي دي. د جرمني مرکزي راډیو ټلوېزیون (MDR) راپور ورکړی چې دغې الوتکې نن (سه‌شنبه) د لایپزیګ/ هاله له هوايي ډګره الوتنه کړې او شاوخوا ۳۰ افغانان پکې وو. په راپور کې ویل شوي چې دا افغانستان ته د جرمني دویمه الوتنه ده چې پکې هغه افغانان په ډله‌ییز ډول اخراجېږي چې د جرمونو سابقه نه لري. برلین د روان کال په زمري میاشت کې هم ۳۱ افغانان چې له ډلې یې یوه جرمي سابقه نه لرله، کابل ته اخراج کړي وو. د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرېنټ هغه مهال تایید کړې وه چې له اخراج شوو کسانو څخه یو یې هیڅ جزايي محکومیت نه درلود.

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-08-25 10:07:17

Timeline

  1. Pajhwok

    جرمني شاوخوا ۳۰ افغانان بېرته افغانستان ته راولېږل

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-25 14:36:50

جرمني شاوخوا ۳۰ افغانان بېرته افغانستان ته راولېږل

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button