افغانستانامنیتپښتو

امريکا د داعش د دوو مشرانو په اړه معلوماتو ته جايزه وټاکله — Dw

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-26 10:17:31🎙 راډیو واورئ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت له پاره جایزه» پروګرام، د داعش (اسلامي دولت) ډلي د خراسان څانګي د دوو مشرانو په اړه د معلوماتو ورکولو له پاره په میلیونونو ډالرو جایزه ټاکلې ده. دغه وزارت په یوه اعلامیه کي ویلي دي چي د داعش د خراسان څانګي د مشر شهاب المهاجر، په اړه د معلوماتو ورکولو له پاره تر ۸ میلیونو ډالرو پوري جایزه وړاندي کوي. په دې اعلاميه کي راغلي دي چي شهاب المهاجر، چي د ثناءالله غفاري په نوم هم پېژندل کېږي، د ۲۰۲۰م کال په جون مياشت کي د داعش-خراسان څانګي مشر وټاکل سو او د ګوریلايي عملیاتو او د پیچلو ځانمرګو بریدونو په پلان جوړولو کي لاس لري. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کي ويل سوي دي چي المهاجر، په ۱۹۹۴م کال کي په افغانستان کي زیږیدلی او په ټول افغانستان کي د داعش د ټولو بریدونو د منظورولو مسئول دی او همدارنګه د داعش خراسان څانګي د عملیاتو له پاره د مالي سرچینو د برابرولو مسئولیت پر غاړه لري. دغه وزارت په يوه جلا اعلاميه کي د داعش د یوه بل قوماندان عبیدالله پاداشي، په اړه د معلوماتو ورکولو له پاره تر ۱۰ میلیونه ډالرو پوري جایزه ټاکلې ده. په اعلاميه کي ویل سوي دي چي عبیدالله، د مالي چارو د سمبالښت، د عملیاتو د طراحۍ او د ترهګرو…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-26 10:17:31

مهالوېش

  1. Dw

    امريکا د داعش د دوو مشرانو په اړه معلوماتو ته جايزه وټاکله

سرچینې

External sources

DwPS
2026-08-26 10:10:46

امريکا د داعش د دوو مشرانو په اړه معلوماتو ته جايزه وټاکله

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button