Kabulافغانستانامنیتپښتو

پنځو ولایتونو کې راستنېدونکو ته د ښارګوټو جوړولو لپاره نږدې ۲۴ زره جریب… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-27 09:13:51🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۵): د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس، په پنځو ولایتونو کې نږدې ۲۴ زره جریب ځمکه راستنېدونکو کډوالو ته د ښارګوټو جوړولو لپاره دغه وزارت انتقال شوه. د کور او ښار جوړولو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د پنځو بېلابېلو حکمونو له مخې، په ننګرهار، هلمند، نیمروز، فراه او غور ولایتونو کې ۲۳ زره ۶۳۶ عشاریه ۳۹ جریب اماراتي ځمکه دغه وزارت ته انتقال شوه. سرچینې لیکلي چې دغه ځمکه د راستنېدونکو کډوالو د ښه، دایمي او باعزته ژوند پیلولو په موخه دغه وزارت ته انتقال شوه، څو د منظمو پلانونو له مخې ډیزاین او پر راستنو شوو کډوالو ووېشل شي. په خبرپاڼه کې راغلي، د حکمونو له مخې، په هلمند کې ۱۰ زره جریب، نیمروز کې ۸ زره جریب، غور کې ۷۰۶،۳۹ جریب، ننګرهار کې ۱۰۰۶ جریب او په فراه کې ۳۴۳۰ جریب امارتي ځمکه دغه وزارت ته وسپارل شوه. سرچینې لیکلي، د کور او ښار جوړولو وزارت به د خپلو مسلکي او تخنیکي ټیمونو له لارې د یادو ساحو سروې، تخنیکي ارزونه او ښاري پلانونه ترتیب کړي او د کډوالو لپاره به د استوګنې، سړکونو، عامه تأسیساتو، شنو ساحو او اړینو ښاري خدمتونو په پام کې نیولو سره معیاري ښارګوټي طرحه او ډیزاین کړي. دغه وزرات…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-27 09:13:51

مهالوېش

  1. Pajhwok

    پنځو ولایتونو کې راستنېدونکو ته د ښارګوټو جوړولو لپاره نږدې ۲۴ زره جریب ځمکه ځانګړې شوه

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-27 13:40:18

پنځو ولایتونو کې راستنېدونکو ته د ښارګوټو جوړولو لپاره نږدې ۲۴ زره جریب ځمکه ځانګړې شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button