Summary: د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د درېیو شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د نیمروز د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي اسدالله سحر باختر آژانس ته وویل، چې یادې پروژې د خاشرود ولسوالۍ په خیراباد، رزي او برج کلیو کې د سالیډرټي موسسې له لوري پلي کېږي.نوموړي زیاته کړه، چې د اوبو رسولو د درېیو شبکو ترڅنګ، د یادو پروژو په چوکاټ کې څه باندې درې زره کورنیو ته تشنابونه هم جوړ شوي دي. هغه د خاشرود ولسوالۍ له اوسېدونکو وغوښتل، چې د اوبو رسولو شبکو او نورو عامه تاسیساتو د ساتنې او پالنې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.ورته مهال، د خاشرود ولسوال حاجي ملا ګلنبي نافذ د پرمختیايي پروژو د پلي کېدو په برخه کې له پلي کوونکو موسسو او اړوندو ادارو سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.په همدې حال کې، د سیمې علماوو او اوسېدونکو د یادو پروژو له بشپړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې پخوا د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو؛ خو اوس د دغو شبکو په فعالېدو سره د څښاک پاکې اوبه تر کورونو رسېدلې دي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
نیمروز کې زرګونو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې