افغانستانامنیتدریهرات

سرچینې: د نیول کېدو وېره په هرات کې د ښځو او نجونو د… — Amu TV

در حال تکمیلSecurityهرات1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-28 00:32:15🎙 رادیو را بشنوید

په هرات کې پر ښځو او نجونو د طالبانو له خوا د نیول کېدو وېرې سیوری غوړولی دی. د روان کال د جوزا میاشتې له منځنیو راهیسې نجونې او ښځې د «طالبانو د خوښې وړ حجاب» د نه مراعاتولو په تور نیول کېږي؛ دغه بهیر تر اوسه روان دی او په ښار کې د ښځو، په ځانګړي ډول د ځوانو نجونو شتون په بې‌ساري ډول کم شوی دی. د هرات دریو اوسېدونکو «آمو» ټلوېزیون ته ویلي چې ښځې د بشپړ حجاب لرلو سره سره هم نیول شوې دي. د هرات یوه اوسېدونکي چې د نوم له اخیستلو یې ډډه کوله وویل: «څو ورځې وړاندې د خواجه علي موفق سیمې ته نږدې یوه ۱۲ یا ۱۳ کلنه نجلۍ ونیول شوه. موږ ټول ولاړ وو خو څه مو له وسه نه کېدل؛ نجلۍ چغې وهلې او پوره حجاب یې هم درلود.» هغوی زیاته کړې: «څو کسانو منځګړیتوب وکړ چې یو کس پکې ووهل شو او په پای کې نجلۍ یووړل شوه. که حجاب یې پوره هم نه و، ماشومه باید پوهول شوي وای نه دا چې تاوتریخوالی ورسره وشي.» د ځینو هراتیانو د معلوماتو له مخې، د طالبانو محتسبین ډېری په بازارونو، سوداګریزو مرکزونو او ګڼ‌ مېشتو سیمو کې شتون لري. د لیلامیو سړک، ۶۴ متره سرک، جبرئیل، د علي موفق سرک، شهرنو، بکراباد، پل رنگینه او د مستوفیت چوک هغه سیمې…

اطلاعات کوتاه

مکانهرات
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-28 00:32:15

خط زمانی

  1. Amu TV

    سرچینې: د نیول کېدو وېره په هرات کې د ښځو او نجونو د کورناستي لامل شوې | آمو ټلویزیون

منابع

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-27 13:35:15

سرچینې: د نیول کېدو وېره په هرات کې د ښځو او نجونو د کورناستي لامل شوې | آمو ټلویزیون

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button