کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۵): د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت او سیمهییزو خوړو د سیسټمونو د پیاوړتیا لپاره ۱۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده. د خوړو نړۍوال پروګرام نن پر خپله اېکسپاڼه د اروپايي ټولنې له دې مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه بودجه به په ټول افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت او سیمهییزو خوړو د سیستمونو د پیاوړتیا برخو کې ولګول شي. د دغه بنسټ په خبره، د مرستې یوه برخه به د خلکو د معیشت ملاتړ او د ښځو او ځوانانو لپاره د اقتصادي فرصتونو په برابرولو ولګول شي. همدارنګه، د دې مرستې یوه برخه به د افغانستان په ښوونځیو کې د خوړو نړۍوال پروګرام د خوراکي توکو د وېش پروګرام پیاوړی کړي. د خوړو نړۍوال پروګرام د هغو کسانو د شمېر او د یاد پروګرام د مودې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته وکړه