HealthKabulافغانستانپښتو

د میندو او ماشومانو د روغتیايي خدمتونو لپاره د څه باندې یو میلیون… — Pajhwok

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-29 11:32:55🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له «هیواد» موسسې سره د یو میلیون، ۲۲ زره او ۵۰۵ امریکایي ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک کړ چې موخه یې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې روغتیايي خدمتونو ته د میندو او ماشومانو د لاسرسي زیاتول دي. عامې روغتیا وزارت نن (شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه هوکړه‌لیک له مخې چې د یوه کال لپاره لاسلیک شوی، په بدخشان، بادغیس، غزني، هلمند، کابل، لوګر، میدان‌وردګ، ننګرهار، پکتیا، پنجشیر، سرپل، تخار، اروزګان او زابل ولایتونو کې به د رواني ـ ټولنیزو خدمتونو وړاندې کوونکو ۳۵ روغتیايي مرکزونو له لارې روغتیايي خدمتونه وړاندې شي. د خبرپاڼې له مخې، د دې پروژې په پلي کېدو سره به د یادو ولایتونو ۱۱۱ زره او ۸۹۴ اوسېدونکي له روغتیايي خدمتونو برخمن شي او ۲۰۴ کسانو ته به هم د روغتیا په برخه کې د کار زمینه برابره شي. سرچینې ویلي، دغه هوکړه‌لیک د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه‌والي، خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د زیاتوالي او د هغوی د روغتیايي ستونزو د کمولو په موخه لاسلیک شوی دی. د «هیواد» موسسې استازو هم ډاډ ورکړی چې دغه پروژه به د یوه کال په ترڅ کې د ټاکل شوو معیارونو له مخې پلې کړي او د خلکو د روغتیايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-08-29 11:32:55

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د میندو او ماشومانو د روغتیايي خدمتونو لپاره د څه باندې یو میلیون ډالرو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-29 16:00:25

د میندو او ماشومانو د روغتیايي خدمتونو لپاره د څه باندې یو میلیون ډالرو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button