EconomyKabulافغانستانپښتو

راپور؛ د اقتصادي پرمختګ نښې شته خو افغانستان لاهم له فقر او بې‌کارۍ… — AF International

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-30 05:45:09🎙 راډیو واورئ

چینایي رسنۍ بيسټلي ګلوبل پوسټ (د وږي ۷مه) د یوه راپور په خپرولو ويلي، چې افغانستان تر لسیزو جګړو او سیاسي بې‌ثباتۍ وروسته د اقتصادي رغېدو ځینې نښې ښودلې؛ خو لاهم د فقر، بې‌کارۍ، بانکي محدودیتونو او د نړۍوالو مالي بندیزونو له جدي ننګونو سره مخ دی. ۲۷ کلنه عایشه خرم د کابل اوسېدونکې ده. هغې سږکال په مئ میاشت کې د اکسفورډ پوهنتون د ډیپلوماټیکو مطالعاتو د ماسټرۍ په پروګرام کې د زده‌کړو لپاره د داخلې وړاندیز ترلاسه کړ؛ خو دوه میاشتې مخکې د برېتانیا حکومت د افغانستان، میانمار، کامرون او د سوډان وګړو لپاره پر ویزو محدودیت لګولی و. د انډیپنډنټ د راپور له مخې، اکسفورډ پوهنتون په روان ښوونیز کال کې ۱۵ افغان زده‌کړیالانو ته د داخلې وړاندیز کړی؛ خو د ویزې د محدودیتونو له امله ښايي یوشمېر دغه زده‌کوونکي ونه شي کړای خپلې زده‌کړې پیل کړي. عایشه خرم وايي، د خپل ژوند د ژغورلو لپاره له افغانستان نه جلاوطنه شوه، بې‌ځایه کېدل یې تجربه کړل او د خپلې زده‌کړې د بیا پیلولو لپاره یې ډېرې ستونزې وګاللې. نوموړې وايي، بالاخره یې د نړۍ له مشهورو پوهنتونونو څخه په یوه کې د زده‌کړې فرصت ترلاسه کړ؛ خو یوازې د افغانستان پاسپورټ لرلو له امله له دغه فرصت څخه د ګټې اخیستنې اجازه نه ورکول کېږي. خرم د ۲۰۲۱کال په سپټمبر میاشت کې له افغانستان نه وتلې وه….

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-08-30 05:45:09

مهالوېش

  1. AF International

    راپور؛ د اقتصادي پرمختګ نښې شته خو افغانستان لاهم له فقر او بې‌کارۍ سره مخ دی

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-30 03:35:12

راپور؛ د اقتصادي پرمختګ نښې شته خو افغانستان لاهم له فقر او بې‌کارۍ سره مخ دی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button