چینایي رسنۍ بيسټلي ګلوبل پوسټ (د وږي ۷مه) د یوه راپور په خپرولو ويلي، چې افغانستان تر لسیزو جګړو او سیاسي بېثباتۍ وروسته د اقتصادي رغېدو ځینې نښې ښودلې؛ خو لاهم د فقر، بېکارۍ، بانکي محدودیتونو او د نړۍوالو مالي بندیزونو له جدي ننګونو سره مخ دی. ۲۷ کلنه عایشه خرم د کابل اوسېدونکې ده. هغې سږکال په مئ میاشت کې د اکسفورډ پوهنتون د ډیپلوماټیکو مطالعاتو د ماسټرۍ په پروګرام کې د زدهکړو لپاره د داخلې وړاندیز ترلاسه کړ؛ خو دوه میاشتې مخکې د برېتانیا حکومت د افغانستان، میانمار، کامرون او د سوډان وګړو لپاره پر ویزو محدودیت لګولی و. د انډیپنډنټ د راپور له مخې، اکسفورډ پوهنتون په روان ښوونیز کال کې ۱۵ افغان زدهکړیالانو ته د داخلې وړاندیز کړی؛ خو د ویزې د محدودیتونو له امله ښايي یوشمېر دغه زدهکوونکي ونه شي کړای خپلې زدهکړې پیل کړي. عایشه خرم وايي، د خپل ژوند د ژغورلو لپاره له افغانستان نه جلاوطنه شوه، بېځایه کېدل یې تجربه کړل او د خپلې زدهکړې د بیا پیلولو لپاره یې ډېرې ستونزې وګاللې. نوموړې وايي، بالاخره یې د نړۍ له مشهورو پوهنتونونو څخه په یوه کې د زدهکړې فرصت ترلاسه کړ؛ خو یوازې د افغانستان پاسپورټ لرلو له امله له دغه فرصت څخه د ګټې اخیستنې اجازه نه ورکول کېږي. خرم د ۲۰۲۱کال په سپټمبر میاشت کې له افغانستان نه وتلې وه….
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
راپور؛ د اقتصادي پرمختګ نښې شته خو افغانستان لاهم له فقر او بېکارۍ سره مخ دی
منابع
Afghan sources
راپور؛ د اقتصادي پرمختګ نښې شته خو افغانستان لاهم له فقر او بېکارۍ سره مخ دی