EnglishKabulافغانستانامنیت

د درېیو وزارتونو او درېیو ادارو د تېر یوه کال د فعالیتونو راپور — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-30 08:02:36🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۵): د اسلامي امارت ویاند نن د پوهنې، لوړو زده‌کړو، سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارتونو، د علومو اکاډمي، تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د ازموینو ملي ادارې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال مهمې لاسته‌راوړنې او فعالیتونه وړاندې کړل. د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» برنامې له لارې د هرې ادارې فعالیتونه په ځانګړي ډول تشریح کړل چې په لاندې ډول دي: د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د هېواد په کچه د ۲۳۸ ښوونځیو او دیني مدرسو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې او د ۹۷۰ ښوونځیو او دیني مدرسو ودانۍ ترمیم او بیا ورغول شوې. په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې په امارتي او خصوصي ښوونځیو کې ۷ میلیونه او ۶۲۰ زره او ۶۴۰ زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت وو. همدارنګه، په همدې کال کې ۲ میلیونه او ۴۴۴ زره او ۷۵۲ تنه طالب‌العلمان مدرسو کې په دیني زده‌کړو بوخت وو. په همدې موده کې، په ټول هېواد کې د ۴ زره او ۹۷۳ سواد زده‌کړې مرکزونو له لارې ۹۳ زره او ۵۰۹ کسانو ته د سواد زده‌کړې روزنیز پروګرامونه وړاندې شوي دي. همداراز، د هېواد په کچه ۸۲ زره او ۸۳۲ راستنېدونکي په اسلامي او عمومي ښوونیزو مرکزونو کې شامل شوي او له ښوونیزو خدمتونو یې ګټه اخیستې ده. در سال ۱۴۴۷ هجری قمری،…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-30 08:02:36

Timeline

  1. Pajhwok

    د درېیو وزارتونو او درېیو ادارو د تېر یوه کال د فعالیتونو راپور

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-30 12:30:15

د درېیو وزارتونو او درېیو ادارو د تېر یوه کال د فعالیتونو راپور

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button