EnglishKabulافغانستانامنیت

سویس کې په ډزو کې یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان… — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-30 11:47:05🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د سویس په شمالي ښار آراو کې د ډزو په یوه پېښه کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي. د الجزیرې د راپور له مخې، سیمه‌ییزو پولیسو ویلي چې پېښه د یکشنبې په شپه د زوریخ شمال ته په آراو ښار کې رامنځته شوې او د «بریدګر یا بریدګرو» د موندلو لپاره پراخ عملیات روان دي. پولیسو ویلي تر اوسه د ډزې کوونکو هویت نه دی معلوم او د پېښې انګېزه او دقیق څرنګوالی هم نه دی روښانه شوی. سویسي ورځپاڼې راپور ورکړی چې ډزې د «آراور رېف» په نوم د کلنۍ «ټېکنو موسیقۍ غونډې» په څنډه کې شوې دي. د راپور له مخې، په دې کلنۍ غونډه کې شاوخوا ۳۵۰۰ کسانو ګډون کړی و. سویس په اروپا کې د وسلو د شخصي مالکیت له لوړو کچو لرونکو هېوادونو څخه دی، خو په دغه هېواد کې خونړۍ ډزې نسبتاً کمې پېښېږي. سویس په ۲۰۱۹ کال کې د وسلو د کنټرول سخت قوانین تصویب کړي وو.

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-30 11:47:05

Timeline

  1. Pajhwok

    سویس کې په ډزو کې یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-30 16:04:58

سویس کې په ډزو کې یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button