افغانستانامنیتدری

د درس په کلاسونو کښې د افغان نجونو ځای لاهم خالي دی

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-31 09:17:51🎙 رادیو را بشنوید

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار لګېدلي محدودیتونه د نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو د سازمانونو له سترو اندېښنو څخه دي. طالبانو په افغانستان باندې له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې درولې دي او د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور یې پراخ محدودیتونه لګولي دي. د ملګرو ملتونو د ښځو برخې په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې «تش ټولګي او خالي مېزونه» په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو واقعیت دی. د ملګرو ملتونو د ښځو برخې زیاته کړې چې په افغانستان کې نجونې لا هم زده‌کړیزو فرصتونو ته له لاسرسي محرومې دي او دغه وضعیت د هغوی راتلونکی له جدي محدودیتونو سره مخ کړی دی.

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-31 09:17:51

خط زمانی

  1. Parstoday

    د درس په کلاسونو کښې د افغان نجونو ځای لاهم خالي دی

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-08-31 09:09:45

د درس په کلاسونو کښې د افغان نجونو ځای لاهم خالي دی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button