د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اردن کې د دغه هېواد پر دوو پوځي اډو د ایران له توغندیزو بریدونو وروسته ویلي، چې تهران ته به «سخت» ځواب ورکړي. دا بریدونه د ایران پر لارک ټاپو د امریکا د تېرې شپې د نظامي عملياتو په غبرګون کې شوي دي. جرګې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمودخان اڅکزي ترڅنګ ګڼو سیاسي او قومي مشرانو ویناوې کړې دي. ویناوالو ویلي، په بلوچستان کې ناامنۍ د پښتنو پر ژوند او کاروبارونو منفي اغېز کړی او د سیمې سوداګري یې له جدي ستونزو سره مخ کړې ده.د جرګې ګډونوال ملک عنایت کاسی افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، جرګه د پښتنو یو پخوانی دود دی او د دغه قوم ګڼې ستونزې په تاریخ کې د جرګو له لارې حل شوې دي. هغه وویل، د پښتنو تر ټولو لویه ستونزه ناامني ده؛ خو تر څنګ یې د کار، صنعت او د زدهکړو فرصتونو کمښت هم جدي ستونزې دي.د نوموړي په وینا، په بلوچستان کې د پښتنو په سیمو کې کافي فابریکې او صنعتي مرکزونه نهشته او اقتصادي او ښوونیزې اسانتیاوې په متوازن ډول نهدي وېشل شوې. ملک عنایت کاسی د چمن لارې تړل کېدو ته په اشارې وویل، چې د لارې اغېز یوازې پر چمن محدود نهدی؛ بلکې تر کراچۍ او نورو سیمو پورې د پښتنو پر سوداګرۍ او کوچنیو کاروبارونو اغېز کوي.د…
Quick facts
Timeline
-
AF International
ټرمپ: د امریکا پر اډو د برید په غبرګون کې به ایران ته سخت ځواب ورکړل شي
Sources
Afghan sources
ټرمپ: د امریکا پر اډو د برید په غبرګون کې به ایران ته سخت ځواب ورکړل شي