ځایي چارواکي وایي، په نورستان کې د طبیعي زیرمو کیندنې اوس له قانوني لارو ترسره کېږي. زمونږ د خبریال له راپور سره سم، د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر مولوي هدایتالله بدري، له خپلې تخنیکي ډلې او د نورستان ولایتي ادارې له پلاوي سره د دغه ولایت په لویدیځ کې د لرې پرتو سیمو له طبیعي زیرمو څخه د لیدنې پرمهال، دغلته له کانکېندونکو کارګرو او د کانونو له اجارهکوونکو سره د هغوی پر ستونزو خبرې وکړې او هغوی ته یې د حل ډاډ ورکړ. د نورستان ولایت د کانونو او پټرولیم رئیس مولوي سید رحیم عمیر، چې په دغه پلاوي کې شامل و، وایي، د کانونو اجارهکوونکوله وزیر نه بهر ته د قیمتي ډبرو د صادراتو په برخه کې د پرتو ستونزو د هواري غوښتنه وکړه. دغه راز کانکېندونکو کارګرو هم له وزیر سره خپلې ستونزې شریکې کړې، چې د وزیر له لوري د مرستې او حل ډاډ ورکړل شو. د نورستان د کانونو او پټرولیم رئیس وویل، اوس مهال د نورستان ولایت طبیعي زیرمې د قانوني پړاوونو تر بشپړولو وروسته په شفافه او تخنیکي توګه استخراج او لېږدول کېږي. پر همدې مهال، د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم وایي، په دې ولایت کې په ناقانونه توګه د کانونو د کیندنې مخه نیول شوې او هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د قانون خلاف کړنې…
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
د کانونو او پټرولیم وزارت: په نورستان کې به د کانکېندونکو ستونزو حل ته ډېره پاملرنه وکړو+راپور
Sources
External sources
د کانونو او پټرولیم وزارت: په نورستان کې به د کانکېندونکو ستونزو حل ته ډېره پاملرنه وکړو+راپور