افغانستانامنیتپښتوغور

افغان کارپوه: د مسلمانانو د ستونزو د حل لپاره یووالی اړین دی

روان خبرSecurityغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-01 07:42:30🎙 راډیو واورئ

د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمیسیون د خبرو په غبرګون کې افغان کارپوه محمد رسولیار ویلي د مسلمانانو د ستونزو یوازینې حل لاره وحدت دی. د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون رئیس ابراهیم عزیزي وايي، که د اسلام ټول امت یو موټی وای، صهیونیسټي رژیم به په غزه کې په دومره اسانۍ لسګونه زره بې‌ګناه سني مسلمانان نه وای وژلي. عزیزي ټینګار کوي چې امریکا د اهل تشیع په څېر د اهل سنتو هم دښمنه ده او په افغانستان، غزه، لبنان او ایران کې د امریکا کړنې او جنایتونه د دې ادعا څرګند ثبوت بلل کېږي. په همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوه محمد رسولیار وايي، که څه هم یهود او نصارا په خپلو کې ژور اختلافات لري، خو د مسلمانانو پر وړاندې یو موټی دي؛ نو مسلمانانو ته هم پکار ده چې خپل اختلافات پرېږدي او یووالی وساتي. نوموړی وايي، په غزه، لبنان، عراق، یمن، سوریه او افغانستان کې روان ظلمونه د مسلمانانو د نفاق او ذات‌البیني اختلافاتو له امله دي. د رسولیار په وینا، اسرائیل او د هغوی غربي حامیان د مسلمانانو د ځمکو د لاندې کولو لپاره ستراتیژیک اهداف لري، نو په اوسني وضعیت کې مسلمانان باید یووالی وساتي او د خپلو ځمکو او اسلامي ارزښتونو د دفاع لپاره ګډ دریځ غوره کړي. دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي…

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-01 07:42:30

مهالوېش

  1. Parstoday

    افغان کارپوه: د مسلمانانو د ستونزو د حل لپاره یووالی اړین دی

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-09-01 07:30:45

افغان کارپوه: د مسلمانانو د ستونزو د حل لپاره یووالی اړین دی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button