EnglishKabulافغانستانامنیت

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه — Bakhtar

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-01 13:08:39🎙 Listen to radio

Summary: د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ، د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. باختر آژانس ته د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ غونډې ته د بادغیس ولایت د حلقوي سړک د پنځمې برخې پروژه د بحث لپاره وړاندې شوې چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته؛ پرېکړه شوې چې د پروژې قرارداد دې د قراردادي شرکت د کاري نیمګړتیاوو له امله د تصمیم نیونې په موخه تدارکاتو کمېسیون ته راجع شي، څو یې د برخلیک په اړه لازم تصمیم ونیول شي.دغه راز په غونډه کې د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ملکیت په منډوي سیمه کې د سوداګریز مارکېټ جوړېدو طرحه تائید شوې ده. د دې طرحې له مخې به اته پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړ شي چې شاوخوا ۱۶۲ میلیونه افغانۍ پانګونه پرې کېږي او ۵۶۰ دکانونه به ولري.په یاده غونډه کې همدا رنګه یوې ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د افغانستان اسلامي امارت د نافذه قوانینو او نړیوالو معیارونو مطابق؛ د کارګو او پُستي خدمتونو شرکتونو د فعالیتونو تفکیک وکړي او راپور یې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي. د غونډې په پای کې، د یو شمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې او په اړه یې اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې شوې دي.ویل شوي چې یادې پرېکړې د نهايي تصمیم نیونې په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله دفتر ته استول شوې دي.

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-01 13:08:39

Timeline

  1. Bakhtar

    د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-01 11:29:16

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button