Summary: د غور ځايي مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې نږدې دوه زره کسانو ته د حرفوي زده کړو پروګرام پیل شوی دی. د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي نصرالله انصار ویلي، چې دغه کسانو کې راستانه شوي، اړمن او له روږدتیا رغېدلي ځوانان شامل دي چې ورته د مبایل جوړونې، فلزکارۍ، خیاطۍ، موټرسایکل جوړونې، ګلدوزۍ او نورو برخو کې عملي او نظري زده کړې ورکول کیږي.نوموړي د دې پروګرام موخه د بې کارۍ د کچې راکمېدل یاد کړي او په دې برخه کې یې د لا هڅو ډاډ ورکړی دی.د دې پروګرام زده کوونکو ویلي، چې په ټولګیو کې د زده کړو ټول هغه امکانات ورته برابر شوي چې دوی یې په مټ پرمختګ کوي.دوی ویلي، تر فراغت وروسته به وکولای شي د کار بازار ته ووځي چې له مخې به یې خپلو کورنیو ته حلال نفقه برابر کړي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
غور کې ګڼو کسانو ته په وړیا ډول د حرفوي زده کړو زمینه برابره شوه
سرچینې
Afghan sources
غور کې ګڼو کسانو ته په وړیا ډول د حرفوي زده کړو زمینه برابره شوه