EnglishHealthKabulافغانستان

سره میاشت: د افغانستان خلک د ژوند پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي |… — Amu TV

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-02 01:12:07🎙 Listen to radio

د سره صلیب د بین المللي کمېټې یوه ارشد مقام ویلي، د افغانستان خلک په خورا سختو بشري شرایطو کې دي او تر داسې مهاله چې د هېواد روغتیایي سیستم تر سخت فشار لاندې دی، «د ژوندي پاتې کېدو لپاره هڅې کوي» او نړیواله ټولنه باید د دغه هېواد ولس یوازې پرېنږدي. د سره صلیب د عملیاتي برخې مدیرې، یاسمین پراز دسیموز، له فرانس پریس سره په کابل کې په خبرو کې وویل چې افغانستان د داسې شدیدو پاملرنو او اړتیاوو لرلو سره سره، بیا هم د نړیوالو له پاملرنې لرې پاتې شوی دی. هغې زیاته کړه چې د افغانستان خلک له پراخو بشري ستونزو، د روغتیایي نظام له ورو ورو ويجاړېدو او د بېکارۍ له لوړې کچې سره مخ دي او د خپل ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له پام وړ خنډونو سره لاس او ګریوان دي. په ورته وخت کې یونېسف خبرداری ورکړی چې د افغانستان نږدې یو میلیون ماشومان له ژوند تهدیدوونکي خوارځواکۍ سره مخ دي او ۳.۷ میلیونه نور له سختې خوارځواکۍ رنځ وړي. ملګرو ملتونو هم ویلي چې د نړیوالو مرستو کمېدو په ټول افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې شاوخوا ۱۰۰ کلینیکونه تړي دي. له دې سره سره پراز دسیموز وویل، افغانستان د سره صلیب په نړیواله کچه د درنو او لویو عملیاتونو له ۵ مهمو هېوادونو شمیرل کېږي؛…

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-09-02 01:12:07

Timeline

  1. Amu TV

    سره میاشت: د افغانستان خلک د ژوند پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي | آمو ټلویزیون

Sources

Afghan sources

Amu TVPS
2026-09-01 13:50:28

سره میاشت: د افغانستان خلک د ژوند پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي | آمو ټلویزیون

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button