EnglishKabulPoliticsافغانستان

هند کې د افغان هندوانو او سیکانو د استوګنې د دوام لپاره د… — Pajhwok

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-06 11:28:01🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) – د هند حکومت د کډوالۍ په قوانینو کې د تعدیل له مخې، د افغانستان په ګډون د درېیو هېوادونو د مذهبي لږکیو لپاره د پاسپورټ او سفري اسنادو ځینې شرایط اسانه کړي، خو ویلي یې دي چې دغه کسان په هند کې د استوګنې د دوام لپاره باید ویزه ترلاسه کړي. د هند دولتي راډیو (اکاشواني) د راپور له مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د کډوالۍ او بهرنیانو د معافیت تعدیل شوی فرمان د ۲۰۲۶ کال په رسمي جریده کې خپور کړی دی. د نوي فرمان له مخې، د افغانستان، پاکستان او بنګله‌دېش د هندو، سیک، بودایي، جین، زردشتي او عیسوي مذهبي ټولنو هغه غړي چې د مذهبي ځورونې له وېرې هند ته تللي او د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر تر ۳۱مې پورې دغه هېواد ته داخل شوي، د پاسپورټ او سفري اسنادو له ځینو شرایطو معاف دي. خو په فرمان کې ټینګار شوی چې دغه کسان په هند کې د خپلې استوګنې د دوام لپاره باید د اړوندې کټګورۍ ویزه ترلاسه کړي. د راپور له مخې، د هند حکومت د کډوالۍ په دغو تعدیلاتو کې د یو شمېر نورو بهرنیو وګړو لپاره هم د پاسپورټ او ویزې په شرایطو کې اسانتیاوې راوستې دي.

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-11-06 11:28:01

Timeline

  1. Pajhwok

    هند کې د افغان هندوانو او سیکانو د استوګنې د دوام لپاره د ویزې اخیستل لازمي شول

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-06 15:55:05

هند کې د افغان هندوانو او سیکانو د استوګنې د دوام لپاره د ویزې اخیستل لازمي شول

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button