EnglishKabulافغانستانامنیت

د افغانستان او پاکستان امنیت متقابلې همکارۍ او درک ته اړتیا لري

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-02 02:08:59🎙 Listen to radio

په اسلام‌اباد کې د افغانستان د طالبانو د حکومت سفیر وویل: د دواړو هېوادونو امنیت متقابلې همکارۍ، خبرو اترو او د یو بل د اندېښنو درک ته اړتیا لري. د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، په اسلام‌اباد کې د افغانستان د طالبانو د حکومت سفیر سردار احمد شکیب ټینګار وکړ چې د افغانستان او پاکستان امنیت د دواړو لورو د اندېښنو متقابلې همکارۍ او درک ته اړتیا لري. شکیب پرون ناوخته د پاکستان په ملي دفاعي پوهنتون کې په یولړ څرګندونو کې وویل چې طالبان د افغانستان له خاورې څخه د احتمالي ګواښونو په اړه د اسلام‌اباد اندېښنې درک کوي او نه غواړي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده وشي. هغه په ورته وخت کې ټینګار وکړ: د پاکستان امنیتي اندېښنې باید په افغانستان کې د پوځي اقدام لپاره پلمه نه شي، او امنیتي ادعاګانې باید مشخصې، دقیقې او پر عیني معلوماتو ولاړې وي. د طالبانو سفیر وویل: که اسلام‌اباد له خپلو امنیتي اندېښنو سره د همکارۍ تمه لري، طالبان هم غواړي چې د افغانستان د امنیتي اندېښنو په اړه مستقیمې خبرې وشي. هغه همدارنګه له کابل او اسلام‌اباد څخه وغوښتل چې د یو بل په اړه له «زړو او له وخته تېرو شوو انګېَرنو» څخه تېر شي، او وې وئيل د دواړو هېوادونو امنیتي مسئلې له یو بل سره ډېرې تړلې دي. شکیب…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-02 02:08:59

Timeline

  1. Parstoday

    د افغانستان او پاکستان امنیت متقابلې همکارۍ او درک ته اړتیا لري

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-09-02 02:03:01

د افغانستان او پاکستان امنیت متقابلې همکارۍ او درک ته اړتیا لري

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button