غزني کې د انګورو حاصلاتو ډېرېدل؛ بڼوال د بازار غوښتنه کوي — Pajhwok
غزنيښار (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۵): غزني کې سږ کال د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله شاوخوا ۱۰ سلنه زیات شوي، خو بڼوال وايي، که مناسب بازار ورته پیدا نه شي، زیان ویني او هغه کړي لګښتونه هم نه پوره کوي. بڼوال زیاتوي، په تېرو کلونو کې بارانونو، نباتي ناروغیو او طبیعي افتونو د دوی حاصلات زیانمنول، خو سږ کال د مناسبې هوا له امله دغه ستونزې کمې وې او تاکونو ښه حاصل ورکړی دی. د غزني د ګیلان ولسوالۍ یو بڼوال حاجي عنایت وايي، تېر کال یې له شاوخوا زرو تاکونو یونیم زر منه انګور ترلاسه کړي وو، خو سږ کال یې حاصلات نږدې درې برابره شوي دي. هغه پژواک ته وویل: «تېر کال مې له زرو تاکونو یونیم زر منه انګور ترلاسه کړل، خو سږ کال نږدې درې برابره زیات شوي او کېدای شي له څلور تر څلورنیم زره منه انګور ترلاسه کړم.» عنایت وايي، د باغونو پر جوړولو او پالنه یې ډېر لګښت کړی، خو د بازار د کمزورتیا له امله اندېښنه لري چې خپل لګښتونه به هم پوره نه کړای شي. د هغه په خبره، تېر کال سوداګرو د انګورو یو من په شاوخوا ۱۷۰ افغانۍ اخیست، خو سږ کال یې ان د ښه کیفیت انګور په ۷۰ افغانیو هم په اسانه نه پلورل کېږي. د سیمې یو بل بڼوال محمدانور وايي، سږ کال یې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
غزني کې د انګورو حاصلاتو ډېرېدل؛ بڼوال د بازار غوښتنه کوي