وېنزویلا کې د زلزلې قربانیان ۲۳۵ ته ورسېدل، ژغورونکي کنډوالو کې پاتې کسان… — Bbc
ژغورونکي د خاورو او نړېدلو ودانیو تر منځ په داسې حال کې په چټکۍ سره د ژوندي پاتې کسانو لټون کوي چې د وینزویلا پلازمېنې ته نږدې دوو زورورو زلزلو لږ تر لږه ۲۳۵ کسان ووژل او شاوخوا ۴۳۰۰ نور یې ټپیان کړل. په کاراکاس او دې ته نژدې ساحلي ښار لا ګوایرا کې، د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې د بند پاتې خلکو د مرستې چیغې او غږونه اورېدل شوي دي. د ملګرو ملتونو په وینا هلته له ۱۰۰ ډېرې ودانۍ ړنګې شوې دي. په ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې خلک د ځان د ژغورلو لپاره منډې وهي. دغه زلزلې، چې ځواک یې د ریهکټر په کچه ۷.۲ او ۷.۵ درجې و، یوازې د یوې دقیقې په واټن کې رامنځته شوې. دوهمه زلزله په وینزویلا کې له ۱۹۰۰ کال راهیسې تر ټولو زوروره بلل کېږي. هغسې چې مخکې بي بي سي راپور ورکړی و چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د وینزویلا له زلزله ځپلو سره د مرستو ژمنې شوي دي، چې پکې متحده ایالات هم شامل دي چې د "لوی او چټک" غبرګون ژمنه یې کړې ده، اوس نور تازه معلومات هم رسېدلي دي. د اروپایي کمېسیون مشرې اورسولا فون ډېرلین په وینا، اسپانیا، ایټالیا، چيک جمهوریت، فرانسه، جرمني، لوګزامبورګ، هالنډ او پرتګال هم د لټون او ژغورنې لپاره د مرستندویانو ډلې لېږي. نوموړې وايي، دغه کمېسیون "د…
Sources
- Bbc — 2026-06-26 09:07:50
وېنزویلا کې د زلزلې قربانیان ۲۳۵ ته ورسېدل، ژغورونکي کنډوالو کې پاتې کسان لټوي – BBC News پښتو
Original link