افغانستانامنیتدریننګرهار

د امریکا د بشرضد جنایاتو لړۍ د افغانستان له ختیځه د ایران تر جنوبه روانه ده

در حال تکمیلSecurityننګرهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-03 07:10:38🎙 رادیو را بشنوید

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران او امریکا ترمنځ د وروستیو پوځي نښتو په دوام کې، تهران د امریکا پر پوځي اډو د بریدونو خبره کوي؛ خو ورسره هم‌مهاله د ایران په سوېل کې د واده مراسمو د یوه امریکايي برید ښکار کېدو راپورونه خپاره شوي دي. ایراني چارواکي وایي، د سپتمبر په لومړۍ نېټه د هرمزګان ولایت د سیریک ولسوالۍ په کوهستک سیمه کې، هغه ودانۍ چې د واده مراسم پکې روان وو، د امریکا په هوايي برید کې په نښه شوې ده. د ایراني چارواکو په وینا، په دې برید کې لږ تر لږه پنځه ملکي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. په ایران کې د واده مراسمو په نښه کېدو دا پېښه د افغانستان د هسکې مېنې د هغې پېښې یاد هم تازه کوي چې شاوخوا اتلس کاله وړاندې د ۲۰۰۸ کال د جولای په شپږمه د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ اغز سیمه کې رامنځته شوې وه. ځینو لومړنیو راپورونو د مړو شمېر لږ ښودلی و، خو وروسته د افغان حکومت پلټنې د ۴۷ کسانو د وژل کېدو خبره وکړه. د هسکې مېنې اوسیدونکی او د پوهنتون استاد فقیر سید هاشمي وایي، امریکا په افغانستان کې د خپل حضور پر مهال سلګونه دا ډول بشري جنایتونه ترسره کړي او دا لړۍ یې لاهم روانه ساتلې ده. د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ اوسیدونکی…

اطلاعات کوتاه

مکانننګرهار
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-03 07:10:38

خط زمانی

  1. Parstoday

    د امریکا د بشرضد جنایاتو لړۍ د افغانستان له ختیځه د ایران تر جنوبه روانه ده

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-09-03 07:03:45

د امریکا د بشرضد جنایاتو لړۍ د افغانستان له ختیځه د ایران تر جنوبه روانه ده

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button