AfghanistanEconomyKabul

یو اېن او ډي سي: په افغانستان کې د روږديتوب مخنیوي او درملنې… — Pajhwok

کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر (UNODC) د مخدره توکو پر ضد د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې دغه اداره د افغانستان له خلکو سره د مخدره توکو د دوامدارو ستونزو، نويو ګواښونو او د نوښتګرو حل لارو د موندلو په برخه کې ولاړه ده. دغه اداره نن د جون په ۲۶مه په یوه پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې یې پروګرامونه د روږديتوب د مخنیوي، درملنې، پاملرنې او د روږدو کسانو د رغېدو د ملاتړ پر چارو متمرکز دي. د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر زیاته کړې چې له دغو اقداماتو سره هم‌مهاله د هغو ټولنو د دوامدارو معیشتونو له رامنځته کولو ملاتړ کوي چې د کوکنارو له کښت څخه د لرې کېدو له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي. دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې ملګرو ملتونو څو ځله د مخدره توکو پر ضد د مبارزې د پروګرامونو، د روږدو کسانو د درملنې او د افغان کروندګرو لپاره د بدیلو معیشتي فرصتونو د برابرولو پر دوامدار ملاتړ ټینګار کړی دی.

Sources

  • Pajhwok2026-06-26 07:43:08
    یو اېن او ډي سي: په افغانستان کې د روږديتوب مخنیوي او درملنې ملاتړ کوو
    Original link

اړوندې مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button