کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۵): د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي وايي، د امریکا استازي به په نږدې ورځو کې کييف او مسکو ته سفر وکړي، څو د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې هڅې بېرته پیل شي. ګارډین ورځپاڼې نن (جمعه) راپور ورکړی چې زلېنسکي په خپله ویډیويي وینا کې ویلي، د دغو لیدنو لومړنۍ نېټې ټاکل شوې دي او اوکراین کييف ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استازو د ورتګ په تمه دی. زلېنسکي ویلي: «ټاکل شوې چې له هغوی سره په مسکو او کييف کې لیدنې ترسره شي او موږ په نږدې ورځو کې د دغو لیدنو په تمه یو. ډېره مهمه ده چې امریکا خپل فعال رول ته دوام ورکړي.» ګارډین راپور ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پنجشنبه ویلي، په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو او هوکړې ته د رسېدو لپاره لا هم فرصت شته. د راپور له مخې، پوتین په یوه اقتصادي غونډه کې ویلي چې یو شمېر هېوادونه، د امریکا او چین په ګډون، د سولې د هوکړې ملاتړ ته چمتو دي؛ خو د نوموړي په وینا، په پای کې دا موضوع باید د جګړې د دواړو ښکېلو هېوادونو، روسیې او اوکراین له خوا حل شي. پوتین ویلي: «ایا فرصت شته؟ زما په اند، هو، شته.» د ګارډین د راپور له مخې،…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
امريکايي استازي د سولې د هڅو د بيا پيل په موخه کييف او مسکو ته سفر کوي
منابع
Afghan sources
امريکايي استازي د سولې د هڅو د بيا پيل په موخه کييف او مسکو ته سفر کوي