EnglishKabulافغانستانامنیت

حکمتیار له خپلو ګوندي ملګرو وغوښتل له هغو کسانو سره اړیکي پرې کړي،… — Bbc

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-05 01:43:53🎙 Listen to radio

د افغانستان اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د خپل ګوند له پلویانو غوښتي، چې له هغو کسانو سره ګوندي اړیکي پرې کړي، چې د ده په وینا د طالبانو په ګډون د افغانستان د ځینو نورو سیاسي بهیرونو او ګوندونو د سیاستونو ''ستاینه او حمایت کوي یا یې غړي شوي.'' دي. ښاغلي حکمتیار د سپتمبر پر څلورمه پر اېکس پاڼه یوه خپاره کړي پیغام کې خپل ''ژمن'' ګوندي ملګري مخاطب کړي او وايي، له هغو ټولو کسانو سره ګوندي اړیکي پرې کړئ، چې: ''د شاهي رژيم، داؤد خان، كمونستانو، جمعيت، شورى نظار، طالبان، او بلي هري سياسي ډلي د سياستونو ستاينه او حمايت كوي يا ئې غړي شوي.'' ګلبدین حکمتیار په خپل پیغام کې د خپل ګوند له پلویانو غوښتي، هغو کسانو ته چې د ده په خبره له نورو سیاسي بهیرونو سره یو ځای شوي، ووايي، چې: ''له همدغو سره په اخلاص ودرېږئ او نور د حزب نوم مه اخلئ.'' د ښاغلي حکمتیار په دې پیغام کې په مشخص ډول د طالبانو یادونه هم شوې، او د اسلامي حزب له پلویانو غوښتل شوي، چې له هغو کسانو سره اړیکي پرې کړي، چې د طالبانو ملاتړ او یا ستاینه کوي. د یادونې ده، چې د افغانستان د اسلامي حزب مشر، ګلبدین حکمتیار، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په کابل کې…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-05 01:43:53

Timeline

  1. Bbc

    حکمتیار له خپلو ګوندي ملګرو وغوښتل له هغو کسانو سره اړیکي پرې کړي، چې د طالبانو په ګډون د ځینو سیاسي بهیرونو 'ستاینه او ملاتړ' کوي – BBC News پښتو

Sources

External sources

BbcPS
2026-09-04 22:31:54

حکمتیار له خپلو ګوندي ملګرو وغوښتل له هغو کسانو سره اړیکي پرې کړي، چې د طالبانو په ګډون د ځینو سیاسي بهیرونو 'ستاینه او ملاتړ' کوي – BBC News پښتو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button