EnglishPoliticsافغانستانغزني

د غزني تاریخي ابدې د ویجاړېدو له جدي ګواښ سره مخ دي |… — Amu TV

DevelopingPoliticsغزني1 SourcesUpdated: 2026-09-05 13:38:01🎙 Listen to radio

د غزني پخوانی بالاحصار، غزنین کلا او زوړ ښار په ګډون د دغه ولایت تاریخي ابدې د طبعي پېښو، جګړو او د بیا رغونې او ساتنې برخې ته د نه پاملرنې له امله له سختو ویجاړیو سره مخ شوې دي. د غزني د زاړه ښار اوسېدونکي او سیلانیان د دغو تاریخي اثارو بیارغونې او پاملرنې غوښتنه کوي. دا په داسې حال کې ده چې غزني په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې د اسلامي هېوادونو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (آیسسکو) له لوري په اسیا کې د «اسلامي نړۍ کلتوري پلازمېنه» په توګه وټاکل شو. غزني د افغانستان یو له تاریخي ولایتونو څخه دی چې په بېلابېلو تاریخي اثارو مشهور دی، خو یو شمېر دغه اثار، له ډلې یې زوړ ښار د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي. د سیمې استازی محمد غوث عالمي د تېر حکومت پر نه پاملرنه او خامو کارونو نیوکه کوي او وایي: «د وخت په تېرېدو سم کار ونه‌شو، پیسې چې هر څومره راغلې خام کار په‌کې وشو. د پخوانیو برجونو جوړښت ته پاملرنه ونه شوه او یوازې خښتې په‌کې کار شوې چې له زلزلو او د موټرو له تګ راتګ سره بېرته راونړېدل.» نږدې دولس کاله وړاندې چې غزني د اسلامي نړۍ کلتوري پایتخت شو، د ځینو تاریخي ابدو د ترمیم چارې پیل شوې، خو د سیمې د خلکو په وینا دا کارونه…

Quick facts

Locationغزني
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-09-05 13:38:01

Timeline

  1. Amu TV

    د غزني تاریخي ابدې د ویجاړېدو له جدي ګواښ سره مخ دي | آمو ټلویزیون

Sources

Afghan sources

Amu TVPS
2026-09-05 08:48:44

د غزني تاریخي ابدې د ویجاړېدو له جدي ګواښ سره مخ دي | آمو ټلویزیون

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button