EnglishHealthKabulافغانستان

پرون هېواد ته له ايران او پاکستان څخه ۲۰۰ کورنۍ راستنې شوې‌ دي — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-06 06:42:31🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۰۱ کورنۍ چې ۱۰۰۲ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ دغه‌راز، ۱۲۱ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۱۳۲ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی. د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۱۰۵ کورنۍ چې ۵۷۱ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۹۷ کورنۍ چې ۵۴۳ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې ۵۰۰ زره او ۸۶۰ افغانۍ ورکړل شوې دي. سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۱۱۵ کورنیو سره په ټولیز ډول ۹۴۶ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي. د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هم پنځه کورنۍ چې ۳۰ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. د مسوولینو په خبره، له دې ډلې شپږ کورنۍ چې ۳۸ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره یې ۴۲ زره افغانۍ ورکړل شوې دي. سرچینه زیاتوي…

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-09-06 06:42:31

Timeline

  1. Pajhwok

    پرون هېواد ته له ايران او پاکستان څخه ۲۰۰ کورنۍ راستنې شوې‌ دي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-06 11:10:21

پرون هېواد ته له ايران او پاکستان څخه ۲۰۰ کورنۍ راستنې شوې‌ دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button