ځایي افغان چارواکي وایي، د زدهکوونکو د درسي بهیر له پیلېدو سره سم به د نویو زدهکوونکو د جذب لړۍ هم روانه وي. د ننګرهار ولایت یوولس ولسوالۍ په بشپړه توګه تودې دي او په اته ولسوالیو کې ځینې سیمې تودې او ځینې سړې دي. په تودو سیمو کې هر کال د وږې یا سنبلې میاشتې پر ۱۵مه د ښوونیز کال د پیل زنګ وهل کېږي. سږ کال هم د ښوونځیو زنګ داسې مهال وهل کېږي، چې د تېرو څلورو کلونو په څېر له شپږمو ټولګیو پورته نجونو ته ښوونځیو ته د تلو اجازه نه ده ورکړل شوې. د ننګرهار پوهنې ریاست ویاند محمد اسحق وایي، د یوولسو بشپړو تودو او اتو نیمه تودو ولسوالیو په ښوونځیو کې به د زنګ په وهلو نوی ښوونیز کال پیل شي. هغه وایي، په دې ښوونځیو کې اوس مهال څه باندې پنځه سوه زره هلکان تر دولسم او نږدې درې سوه زره نجونې تر شپږم ټولګي پورې پر زدهکړو بوخت دي، چې د څه باندې لسو زرو نارینه او نږدې یو زر او اته سوه ښځینه ښوونکو له لوري یې درسي بهیر پر مخ بېول کېږي. محمد اسحاق وایي، د درسي بهیر د پرمخ بېولو ترڅنګ ښوونځیو ته د نویو زدهکوونکو د جذب لړۍ به هم د میزان میاشتې تر پایه روانه وي.هغه وایي، په ننګرهارکې دوه سلمه کوچنیان لاهم دبېلابېلو لاملونو له…
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
ننګرهار کې د تودو سیمو په یوولسو ولسوالیو کې نوی ښوونیز کال پیل شو
Sources
External sources
ننګرهار کې د تودو سیمو په یوولسو ولسوالیو کې نوی ښوونیز کال پیل شو