EnglishKabulPoliticsافغانستان

د کابل او مسکو ترمنځ د همکاریو پر دوام ټینګار

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-06 08:41:29🎙 Listen to radio

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او په کابل کې د روسیې سفیر د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا، سیمه‌ییزو تحولاتو او د کابل او مسکو ترمنځ د راتلونکو همکاریو په اړه خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف په دې لیدنه کې د روانو تحولاتو او د سیمې د وضعیت په اړه هم نظرونه شریک کړي او د کابل او مسکو ترمنځ یې د اړیکو پر دوام ټینګار کړی دی. د دغه وزارت په وینا، متقي او ژیرنوف د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو او په راتلونکي کې د همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو هم خبرې کړې دي.

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-09-06 08:41:29

Timeline

  1. Parstoday

    د کابل او مسکو ترمنځ د همکاریو پر دوام ټینګار

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-09-06 08:39:00

د کابل او مسکو ترمنځ د همکاریو پر دوام ټینګار

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button