DevelopmentKabulافغانستانپښتو

په کابل کې د ایران سفارت فرهنګي مسؤل په اسلامي ټولنو کې د یووالي پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

روان خبرDevelopmentKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-06 07:52:44🎙 راډیو واورئ

د افغانستان په مزارشریف کې د حضرت محمد مصطفی(ص) د میلاد او د حضرت امام جعفر صادق(ع) د کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت فرهنګي مسؤل په اسلامي ټولنو کې د یووالي پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت فرهنګي مسؤل، سید روح‌الله حسيني ویلي، اسلامي نړۍ نن تر بل هر وخت ډېره د پیغمبر اسلام(ص) رحمت، اخلاقو، عدالت او یووالي ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړې، مسلمانان باید د پیغمبر اسلام(ص) دغه ارزښتونه په خپل ورځني ژوند کې عملي کړي. حسیني د شیعه او سني مسلمانانو ګډو ارزښتونو ته په اشارې ویلي، توحید، قرآن کریم، د اسلام د پیغمبر(ص) نبوت او ګډه قبله هغه ګډ موارد دي چې د مسلمانانو ترمنځ د لا ډېرې همکارۍ او همدردۍ زمینه برابروي. ، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت فرهنګي مسؤل علم او پوهه، له ظلم سره مبارزه او د انساني کرامت دفاع هم د نبوي سیرت له مهمو لارښوونو څخه بللي او د اسلامي ټولنو د راتلونکي په جوړولو کې یې د ځوان نسل پر رول ټینګار کړی دی. په مزارشریف کې په دغو مراسمو کې د فرهنګي چارو د مسؤلینو، علماوو او د دغه ښار د اوسېدونکو ګډون کړی و او ویناوالو د مسلمانانو پر یووالي او د فرهنګي همکاریو پر پراختیا ټینګار…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-09-06 07:52:44

مهالوېش

  1. Parstoday

    په کابل کې د ایران سفارت فرهنګي مسؤل په اسلامي ټولنو کې د یووالي پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-09-06 07:42:05

په کابل کې د ایران سفارت فرهنګي مسؤل په اسلامي ټولنو کې د یووالي پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button