افغانستانامنیتهرات

طالبان وایي د سمنګان له شباشک کانونو هره ورځ تر ۳۰۰ ټنه د… — AF International

د طالبانو تر واک د دولتي شرکتونو لوی ریاست وايي، چې د شمال د ډبرو سکرو دولتي شرکت اړوند د شباشک له کانونو څخه هره ورځ له ۲۰۰څخه تر ۳۰۰ټنو پورې لوړ کیفیت لرونکي د ډبرو سکاره را ایستل کیږي. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په دغه موده کې ۴ زره او ۵۶۸ بهرني وګړي چې ۱۹۱یې ښځې دي، افغانستان ته دننه شوي، او ۳ زره او ۹۹۲ نور بهرني وګړي چې ۱۲۱یې ښځې دي، له دغه هېواد څخه وتلي دي. راپور زیاتوي چې د ثبت شویو ارقامو له مخې ۴ زره او ۵۰۳ کسان د ځمکنیو سرحدي دروازو او ۶۵ نور له هوايي لارو هېواد ته دننه شوي دي. له دې ډلې ۶۰۹ تنه د افغانستان د تاریخي او لرغونو ځایونو د لیدنې لپاره راغلي، او پاتې نور د کار او بېلابېلو نورو موخو لپاره هېواد ته داخل شوي دي. د احصایې او معلوماتو اداره وایي، تر ټولو ډېر بهرني وګړي چې شمېر یې ۲ زره او ۷۱۸ کسانو ته رسېږي، د نیمروز له سرحدي دروازې افغانستان ته دننه شوي دي. همدارنګه یو زر او ۴۶۲ تنه د هرات د ځمکنیو او هوايي دروازو له لارې، ۲۶۴ تنه د فاریاب د اقینې بندر، ۶۲ تنه د بدخشان د اشکاشم او پاتې نور د حیرتان بندر او د بلخ له هوايي ډګر څخه افغانستان ته دننه شوي دي….

Sources

  • AF International2026-06-27 07:41:20
    طالبان وایي د سمنګان له شباشک کانونو هره ورځ تر ۳۰۰ ټنه د ډبرو سکاره ترلاسه کیږي
    Original link

اړوندې مقالې

Back to top button