Kabulافغانستانامنیتپښتو

متقي له زلمي خلیلزاد سره د کابل او واشنګټن پر اړیکو خبرې کړي

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-06 08:36:54🎙 راډیو واورئ

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي او د روانو تحولاتو او د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو په اړه یې خبرې کړې دي. د دې لیدنې په اړه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دواړو لورو په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو او د متقابل تعامل د پراختیا پر لارو چارو هم نظرونه سره شریک کړي دي. امیرخان متقي په دې لیدنه کې د ثبات، سراسري امنیت او اقتصادي ځان‌بساینې پر لور د حرکت په برخو کې وروستیو لاسته راوړنو ته په اشارې، د بهرنۍ پانګونې د جلب لپاره یې د افغانستان ظرفیتونه مناسب وبلل. زلمي خلیلزاد هم د افغانستان امنیتي وضعیت او د بیارغونې بهیر ته په اشارې، د خبرو اترو پر دوام او د دواړو لورو ترمنځ د رغنده تعامل پر رامنځته کېدو ټینګار کړی دی. دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د افغانستان د سرپرست حکومت او امریکا ترمنځ اړیکې لا هم له سیاسي او ډیپلوماټیکو ننګونو سره مخ دي. زلمی خلیلزاد د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د افغانستان لپاره د امریکا د سولې ځانګړی استازی و او د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون ته د رسېدونکو مذاکراتو په بهیر کې یې مهم رول درلود. تر دې لیدنې مخکې، امیرخان متقي له…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-06 08:36:54

مهالوېش

  1. Parstoday

    متقي له زلمي خلیلزاد سره د کابل او واشنګټن پر اړیکو خبرې کړي

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-09-06 08:32:07

متقي له زلمي خلیلزاد سره د کابل او واشنګټن پر اړیکو خبرې کړي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button