قلعهنو (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۵): د بادغیس امنیه قومانداني وايي چې د «شنې قطعې» ځواکونو په دغه ولایت کې د ځنګلي ونو وهلو په تور اووه کسان نیولي دي. د بادغیس امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان نن سهار د ابکمري، ټګابعالم، سنګاتش او درهبوم ولسوالیو په ځنګلي سیمو کې د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي کسان د پستې او ارچې ونو پر پرېکولو تورن دي. سرچینه زیاتوي چې د نیول شوو کسانو دوسیې د قانوني څېړنې او ارزونې لپاره اړوندو قضايي ادارو ته سپارل شوې دي.
لنډ معلومات
ځایبادغیس
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-06 08:57:10
مهالوېش
-
Pajhwok
بادغیس کې د ځنګلونو وهلو په تور اووه کسان نیول شوي