EconomyEnglishافغانستان

بامیانو کې د لاسي صنایعو کورنی او نړۍ وال نندارتون جوړ شو — Bakhtar

DevelopingEconomy1 SourcesUpdated: 2026-09-06 13:47:03🎙 Listen to radio

Summary: په بامیانو کې د لاسي صنایعو او سوداګرۍ څلور ورځنی نندارتون جوړ شو چې پکې تر ۱۰۰ زیاتو داخلي شرکتونو ګډون کړی دی. باختر اژانس ته سرچینو منلې، چې له دغه نندارتون څخه موخه د کورنیو تولیداتو ملاتړ، د اقتصادي فعالیتونو پیاوړتیا، د وارداتو له اړتیا خلاصون او د پانګونې لپاره د مناسبو فرصتونو رامنځته کول دي. د بامیانو والي قاري ګل‌ حیدر شفق د نندارتون د پرانیستې پر مهال له سوداګرو غوښتي، چې د هېواد دننه پر تولید شویو توکو پام ور ټول کړي څو صادرات یې لا ډېر د نړۍ بازارونو ته ورسیږي. د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس حافظ نورزي امین ‌زاده ویلي، چې په دغه نندارتون کې له اتو ولایتونو څخه څه باندې ۱۵۰ بېلابېلو شرکتونو خپل تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي. د مالوماتو له مخې، غالۍ، بېلابېل لاسي صنایع، لبنیات، وچې مېوې، چاپي تولیدات، ساختماني مواد، د خصوصي بانکونو خدمتونه او د مخابراتي شبکو خدمتونه په یاد نندارتون کې نندارې ته وړاندې شول. ګډونوالو د دغه ډول پروګرامونو جوړول د کورنیو تولیداتو د پېژندنې او د نورو بازارونو د صادراتو په برخه کې یو فرصت وباله او د ورته نندارتونونو د دوام غوښتنه یې وکړه.

Quick facts

TopicEconomy
Sources1
Updated2026-09-06 13:47:03

Timeline

  1. Bakhtar

    بامیانو کې د لاسي صنایعو کورنی او نړۍ وال نندارتون جوړ شو

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-06 12:45:06

بامیانو کې د لاسي صنایعو کورنی او نړۍ وال نندارتون جوړ شو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button