Summary: د خوست ولایت په مرکز متون ښار کې د «یشفین» په نوم یو روغتیايي مرکز فعالیت پیل کړ. د یشفین روغتون د عمومي جراحۍ او یورولوژۍ متخصص ډاکټر نصیر احمد حلیم باختر اژانس ته ویلي، چې دغه روغتون به د سوېل ختیځ زون او په ځانګړي ډول د خوست اوسېدونکو ته ۲۴ ساعته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي. د نوموړي په وینا، په دغه روغتون کې د عمومي جراحۍ، عصبي جراحۍ، ماشومانو داخله او ارتوپیدۍ په برخو کې د متخصصو ډاکټرانو له لوري روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي. هغه زیاته کړې، چې پر دغه روغتون شاوخوا شپږ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې او د ایکسرې، لابراتوار، نرسنګ او نورو برخو په ګډون یې د بېلابېلو برخو ۱۵ کارکوونکو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده. ورته مهال، د خوست د ډاکټرانو اتحادیې پخواني رئیس ډاکټر عبدالحکیم ځدراڼ د دغه روغتیايي مرکز فعالیت پیل د خوست د روغتیايي سکټور لپاره مهم پرمختګ وباله او ویې ویل، چې په وروستیو کلونو کې په هېواد کې طبابت د تخصص پر لوري روان شوی او د بېلابېلو طبي برخو لپاره متخصصین روزل کېږي. نوموړي زیاته کړه، چې په دغه روغتون کې څلور متخصص ډاکټران فعالیت کوي او د روغتیايي مرکزونو مسوولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې له ناروغانو سره مناسبه رویه وکړي او د هغوی د درملنې او روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره باکیفیته خدمتونه وړاندې کړي. د پرانیستې په مراسمو کې یوه بل ګډونوال ښوونکي کریمالله نظري هم د یشفین روغتون فعالیت پیل د خوست اوسېدونکو لپاره نېک ګام وباله او له مسوولینو یې وغوښتل، چې د ناروغانو د شمېر پر ځای د روغتیايي خدمتونو کیفیت ته لومړیتوب ورکړي. د یادونې وړ ده، چې په وروستیو کلونو کې په خوست کې یو شمېر روغتیايي مرکزونه فعال شوي دي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
خوست کې د یشفین په نوم یو روغتیايي مرکز فعالیت پیل کړ
Sources
Afghan sources
خوست کې د یشفین په نوم یو روغتیايي مرکز فعالیت پیل کړ