EnglishKabulافغانستانامنیت

Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana… — Ariananews

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-13 11:05:55🎙 Listen to radio

په پاکستان کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ته بلنه ورکړې، چې د زمري د څلیریشتمې په مناسبت په جوړېدونکو مراسمو کې ګډون وکړي. دا بلنه د شکیب او فضل الرحمن د لیدنې پر مهال ورکړ شوې ده. په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان پر اړیکو او د سیمې پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي. ځايي رسنیو راپور ورکړی، چې دا لیدنه په داسې حال کې شوې، چې د کابل او اسلام‌‌آباد اړیکې اوس هم له تاوتریخوالي او ستونزو سره مخ دي. دواړو لوریو د دوه‌اړخیزې همکارۍ د پراختیا او د شته کړکېچونو د کمولو پر لارو چارو هم خبرې کړې دي. شکیب او فضل الرحمن د سیمې پر امنیت د اغېز لرونکو وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړي او د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ یې د ډېرو همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی دی. د افغانستان سفیر او د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر په داسې شرایطو کې، چې د دواړو هېوادونو اړیکې له پرله‌پسې کړکېچونو سره مخ دي؛ د اړیکو د لارو د پرانیستې ساتلو او د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د تعامل د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی دی. په دې کتنه کې د همکاریو پر پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د کمولو د لارو چارو پر بحث راوڅرخېدل….

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-13 11:05:55

Timeline

  1. Ariananews

    Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News

Sources

Afghan sources

AriananewsPS
2026-08-13 06:08:34

Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button