امنیتي سرچینو آریانانیوز ته ویلي: د زابل د والي پخوانی مرستیال جمعهخان فاتح، چې په نسي ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د ځواکونو لهخوا تر سختې محاصرې لاندې و؛ له څو ورځنیو فشارونو وروسته له خپلو ځواکونو سره یوځای تسلیم شوی دی. د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د محاصرې د کړۍ له راتنګېدو وروسته فاتح له تسلیمېدو پرته بله لار نه درلوده. نوموړي په نسي ولسوالۍ کې د اسلامي امارت موجودو ځواکونو ته وسلې پر ځمکه ایښې دي. د اسلامي امارت د اردو لوی درستیز قاري فصیحالدین فطرت هم نسي ولسوالۍ ته سفر کړی و، چې د جمعهخان فاتح د ډلې پر وړاندې د وروستي اقدام مشري وکړي. ټاکل شوې، چې د جمعهخان فاتح ټول ملګري بېوسلې او سیمه په بشپړه ترې پاکه شي. په تېرو پېنځه کلونو کې نږدې ۱۱۹ زره ښځې خپلو شرعي او قانوني حقونو ته رسېدلي دي د حمزه د څرګندونو له مخې؛ دغه راز د ښځو د میراث او ملکیت اړوند ۱۲ زره او ۹۷۶ قضیو ته قضايي رسېدنه شوې او د ښځو د میراث اړوند د معلوماتو راټولولو او ثبت په برخه کې ۹ زره او ۲۱ پېښې هم تر کار او څېړنې لاندې نیول شوي دي. د سترې محکمې د ویاند مرستیال منصور احمد حمزه ويلي، له تېرو پېنځه کلونو راپدېخوا د افغانستان په محکمو کې د ۱۱۸ زره او ۸۶۹ ښځو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Ariananews
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News
سرچینې
Afghan sources
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News