د افغانستان سفارت په ډیلي کې د دوشنبې پر ورځ د اسلامي امارت واک ته د بېرته رسېدا د پېنځمې کلیزې پر مناسبت مراسم جوړ کړل، چې د کوربه هېواد هند او د سربیا په ګډون د یو شمېر بهرنیو هېوادونو ډیپلوماټانو په کې ګډون وکړ. په دغو مراسمو کې د فلسطین، روسیې، چین، اریټریا، ازبکستان، قزاقستان، نایجر، قطر او عمان استازو هم ګډون کړی و. په هند کې د افغانستان سفارت شارژډافیر نور احمد نور د مراسمو پر مهال د کابل او ډیلي ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او څرګندوي؛ د سیاسي باور پیاوړتیا، اقتصادي همکاري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو دوام کولی شي د دواړو لوریو پر ګټه وي او د سیمې له ثبات، نښلېدا او سوکالۍ سره مرسته وکړي. هغه ویلي، افغانستان له هند سره د اقتصادي اړیکو د ژورولو غوښتونکی دی او د هېواد بهرنی سیاست پر «متوازن تعامل او نه لاسوهنې» ولاړ دی. نور احمد نور زیاته کړې؛ په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکو اړیکو وده کړې او سفارتونو او قونسلګریو هم خپل فعالیتونه پراخ کړي دي. د نوموړي د څرګندونو له مخې، په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو لوړپوړو پلاوو د یو بل له پلازمېنو لیدنې کړي او په سیاسي، اقتصادي او بشري برخو کې رغنده همکارۍ رامنځته شوې دي. د افغانستان سفارت چارسمبالي د دواړو…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Ariananews
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News
منابع
Afghan sources
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News