د ډلهییزامنیت تړون ټولنې عمومي منشي طلعت بیک مصدقوف ويلي، د افغانستان په ځینو برخو کې بې ثباتي؛ د دې ټولنې غړیو هېوادونو ته نږدې سیمې او د منځنۍ آسیا امنیت له ګواښ سره مخ کوي. مصدقوف له«ریانووستي» خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، دا ټولنه د افغانستان بدلونونه له نږدې څاري او د دې هېواد وضعیت د سیمې د امنیت لپاره اړین دی. هغه ویلي:« افغانستان د ډلهییز امنیت تړون ټولنې د مسوولیت له سیمو سره پوله لري، چې په کې بېثباتي د منځنۍ آسیا امنیت ته څرګند ګواښونه رامنځته کوي.» مصدقوف افغانستان مهم ګاونډ بللی او څرګندوي، چې د ډلهییز امنیت تړون ټولنه غواړي افغانستان د یوه سولهییز او آباد هېواد په توګه پرمختګ وکړي. هغه زیاته کړې، د کابل او د دې ټولنې د ډېرو غړیو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې د پراختیا په حال کې دي؛ خو د اوسني وضعیت له مخې، له افغانستان سره د پولو کنټرول پیاوړتیا اړینه ده. د ډلهییز امنیت تړون ټولنې سرمنشي ویلي، دې ټولنې د تاجکستان او افغانستان د پولې د پیاوړتیا لپاره د یوې ګډې طرحې پر پلي کولو بوخت دی. نوموړي همداراز ویلي، تاجکستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال یې له څو سرحدي پوستو لیدنه کړې او د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو له قومندان سره یې د تاجکستان او افغانستان د پولې د…
Quick facts
Timeline
-
Ariananews
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News
Sources
Afghan sources
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News