د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د افغانستان او تاجکستان پر پوله د وسلهوالې نښتې په اړه د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمیټې د څرګندونو په غبرګون کې ډاډ ورکړی، چې په دې سیمه کې به هیڅ راز پوځي فعالیتونو ته اجازه ور نهکړ شي. مجاهد ویلي، څو ورځې مخکې د افغانستان او تاجکستان پر پوله ځینې تحرکات رامنځته شوي وه؛ خو اوس دغه وضعیت تر کنټرول لاندې دی. هغه زیاته کړې، چې د دغې پولې په اوږدو کې د قاچاقبرانو فعالیتونه له پخوا راپدېخوا موجود دي او هغوی له دې لارې تګ راتګ کوي؛ خو هغه زیاته کړې، له دې پرته هيڅ پوځي نښته یا جدي امنیتي ستونزه نشته. د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې هیچاته به له افغانستان څخه د تاجکستان پر ضد د دې خاورې د کارولو اجازه ور نهکړ شي. دا په داسې حال کې ده، چې د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمیټې له دې مخکې ویلي وه، چې دوه افغان وګړي په یوه سرحدي نښته کې وژل شوي دي. د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې، دغو کسانو په ناقانونه توګه د تاجکستان خاورې ته ننوتلي وه او د نشهيي توکو په قاچاق کې یې لاس درلود. په بدخشان کې د بدیلو عایداتي سرچینو پر پراختیا د یوناما ټینګار افغان پلاوي په بیلاروس کې له تولیدي کارخونو لیدنه وکړه د یوناما د…
Quick facts
Timeline
-
Ariananews
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News
Sources
Afghan sources
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News