د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي، چې د ګوزڼ د لومړي ډول د ویروس د څلورو نویو پېښو له ثبتېدا سره په افغانستان کې د ۲۰۲۶ز. کال له پیل راپدېخوا د دې ناروغۍ د تائید شویو پېښو ټول شمېر ۱۹ ته رسېدلی دی. د روغتیا نړیوالې ټولنې د ختیځې مډیټرانې سیمې د تازه راپور له مخې؛ نوې پېښې په هرات، پکتیکا او کندهار ولایتونو کې ثبت شوې دي. د هرات په شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو کې دوه پېښې ثبت شوې دي. په داسې حال کې، چې د پکتیکا په ډیله او د کندهار په ارغستان ولسوالیو کې هم یوه – یوه نوې پېښه ثبت شوې ده. د دې ټولنې په راپور کې ویل شوي، چې د روان کال د اګست تر شپاړلسمې د ختیځې مډیټرانې په سیمه کې د ګوزڼ یا پولیو د لومړي ډول ۲۲ پېښې تائید شوې، چې ۱۹ یې په افغانستان او درې نورې په پاکستان کې ثبت شوې دي. افغانستان په ۲۰۲۵ز.کال کې د ګوزڼ ۲۱ پېښې او پاکستان ۳۱ پېښې ثبت کړې وې. د چاپېریالي څارنې پایلې هم ښيي، چې په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ویروس اوس هم په خپرېدو دی. د روغتیا نړیوالې ټولنې د راپور له مخې، سږ کال تر دې دمه په افغانستان کې د چاپېریال ۵۸ مثبتې نمونې او په پاکستان کې ۱۱۸ مثبتې نمونې ثبت شوې دي. افغانستان او…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Ariananews
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News
سرچینې
Afghan sources
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News