Politicsافغانستانبغلانپښتو

Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana… — Ariananews

روان خبرPoliticsبغلان1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-15 15:37:30🎙 راډیو واورئ

د بشري حقونو «حال‌وش» ډلې راپور ورکړی، چې د ایران د سویل ختیځ سراوان ښار ته څېرمه د سختې تندې له کبله د ښځو او ماشومانو پر ګډون لږ تر لږه ۱۷ افغان کډوال مړه شوي دي. د دغه بنسټ د راپور له مخې، دا پېښه د سپټمبر پر لسمه د سراوان ښار د روتک برخې د مک‌سوخته په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده. د راپور له مخې: د قربانیانو مړي وروسته د خاش ښار یوې سړې خونې ته لېږدول شوي؛ ځکه، چې د سراوان سړې خونې د مړو د ساتلو لپاره کافي ځای نه‌درلود. حال‌وش وايي، پېنځه قربانیان د افغانستان د بغلان ولایت د یوې کورنۍ غړي وه، چې یوه ۴۵ کلنه مور او څلور یې ۲۲، ۱۸، ۱۶ او ۱۴ کاله عمرولرونکې لوڼې دي. د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې، لږ تر لږه شپږ نور قربانیان هم له ۱۴ کلونو کم عمره ماشومان ول. عیني شاهدانو او د قربانیانو خپلوانو ویلي، چې کډوال د سفر پر مهال د اوبو له سخت کمښت سره مخ شوي او یو شمېر یې په لنډ واټن کې له یو بل سره نږدې مړه شوي دي. د قربانیانو یوه خپلوان ویلي، چې له دغې ډلې سره مل نرینه د سفر پر مهال له ښځو او ماشومانو بېل شوي او ښځې او ماشومان د کافي اوبو له شتون پرته خپلې لارې ته…

لنډ معلومات

ځایبغلان
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-09-15 15:37:30

مهالوېش

  1. Ariananews

    Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News

سرچینې

Afghan sources

AriananewsPS
2026-09-15 10:02:39

Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button