د صنعت او سوداګرۍ وزیر د یوه پلاوي پر مشرۍ د بېلاروس جمهوریت پر رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر وکړ. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، دغه سفر د بېلاروس په دوهیم نړیوال صنعتي نندارتون کې د ګډون او د افغانستان او بېلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره ترسره کیږي. ټاکل شوې، چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر د سفر پر مهال د دې نندارتون د ګډون کوونکو هېوادونو په عمومي غونډه کې ګډون وکړي. دغه راز نوموړی به د بېلاروس د بهرنیو چارو، کرنې او صنعت له وزیرانو سره دوهاړخیزې لیدنې ولري. په دغو لیدنو کې به د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، صنعتي او کرنیزو همکاریو، پانګونې او د نویو همکاریو پر فرصتونو خبرې او نظرونه وړاندې شي. تمه ده، چې دغه سفر د افغانستان او بېلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، صنعتي همکاریو د زیاتېدا او د پانګونې د راجلبولو لپاره زمینه برابره کړي. امریکايي پلاوي د افغانستان جنګ په اړه له عاصم منیر سره ولیدل د دې پلاوي مشري شمیلا ن. چوهدري او کالین اف. جکسون کوي او له عاصم منیر سره یې د افغانستان په جنګ کې د امریکا د ۲۰ کلن پوځي، سیاسي او ډیپلوماټیک حضور د ارزونې پر چوکاټ لیدلي دي. د افغانستان جنګ په اړه د امریکا د کمیسیون یوه پلاوي په راولپنډۍ…
Quick facts
Timeline
-
Ariananews
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News
Sources
Afghan sources
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News