Englishافغانستانامنیت

Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana… — Ariananews

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-10-08 19:08:42🎙 Listen to radio

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال محمد امین جان عمري پر مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی په دوه‌یمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې پلازمېنې مسکو ته تللی دی. د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي ریاست رییس عبدالرحمن ساپی هم د دې پلاوي غړی دی. ټاکل شوې، چې د بېلابېلو هېوادونو د دولتي ادارو استازي، د نړیوالو ټولنو استازي، د معلوماتي ټکنالوژۍ برخې څانګوال(متخصصان) او د خصوصي سکټور استازي په دې غونډه کې ګډون وکړي. په غونډه کې به د ډیجیټلي ټکنالوژۍ پراختیا، ډیجیټلي حکومتولي، مصنوعي ځیرکتیا، سایبري امنیت، ډیجیټلي بېخبناوو او د هېوادونو ترمنځ د ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وشي. د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پلاوی به په دې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د افغانستان د تجربو او لاسته راوړنو او د ډیجیټلي بدلون په برخه کې د ترسره شویو هڅو په اړه معلومات وړاندې کړي. همدارنګه، ټاکل شوې د افغانستان پلاوی د غونډې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو او د معلوماتي ټکنالوژۍ له اړوند ادارو سره دوه‌اړخیزې لیدنې ولري او د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي. دوه‌یمه نړیواله ډیجیټلي غونډه نن(پنجشنبه) په مسکو ښار کې پیلیږي او درې ورځې به روانه وي. #آریانانیوز #افغانستان #مسکو #ډیجیټلي‌ټکنالوژي #مخابرات…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-08 19:08:42

Timeline

  1. Ariananews

    Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News

Sources

Afghan sources

AriananewsPS
2026-10-08 10:24:54

Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button