د آزموینو عمومي ادارې د اسلامي امارت د یو شمېر لوړپوړو چارواکو په حضور کې د یوې غونډې پر مهال د ۱۴۰۵ل.ل کال د کانکور لس مخکښان وستایل. د آزموینو عمومي ادارې رییس عبدالباقي حقاني په دې غونډه کې ویلي؛ دې ادارې تل هڅه کړې، چې د آزموینو بهیر روڼ ترسره شي او هر چاته خپل حق ورسېږي. هغه ټینګار کړی، چې افغانستان هم عصري لوړو زدهکړو او هم دیني زده کړو ته اړتیا لري. دغه راز د ریاستالوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي، چې اسلامي امارت د پوهنې او لوړو زدهکړو د ودې لپاره له خپلو ټولو امکاناتو ګټه اخیستې ده. هغه له محصلانو وغوښتل، چې د هېواد د آبادۍ لپاره ژمن پاتې شي. د یادونې ده، چې د ۱۴۰۵ل.ل کال کانکور په آزموینه کې شاوخوا ۱۱۷ زره کسانو ګډون کړی و، چې له دې څه باندې ۷۴ زره یې د لوړو زدهکړو بنسټونو ته بریالي شوي دي. اسلامي امارت د قطر د پخواني امیر پر مړینه خواخوږي څرګنده کړه په پیغام کې راغلي، چې اسلامي امارت د الله تعالی له درباره د ارواښاد لپاره د فردوس جنت او د هغه کورنۍ، خپلوانو او دوستانو ته د جمیل صبر، ستر اجر او زغم غوښتنه کوي. اسلامي امارت د خواخوږۍ په یوه پیغام کې د قطر د پخواني امیر شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني پر مړینه خواشیني څرګنده کړې…
Quick facts
Timeline
-
Ariananews
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News
Sources
Afghan sources
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News